ایکنانیوز د تسنيم له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنيو چارو وزير اسکندر مومني نن دوشنبه مشهد مقدس ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بهرنيو وګړو د وضعيت او د هېواد د سرحدونو د مديريت په اړه د يوې ځانګړې غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړ او وې ويل: د کورنيو چارو وزارت يو له بنسټيزو پروګرامونو څخه د سرحدونو د بندولو او غيرقانوني وګړو د منظمولو په اړه ارزونه ده چې نن ماښام به په مشهد کې د ملي او ولايتي ادارو په شتون کې په يوې غونډې کې وڅېړل شي.
د ایران د کورنيو چارو وزير د هېواد د ختيځي سرحدونو د زيات تګ راتګ په اړه وويل: تر ټولو زيات وتل د خراسان رضوي له سرحدونو څخه دي. يوازې تېر کال له دې لارې يو ميليون او دوه لکه کسانو تګ راتګ کړی چې له ۷۰ فیصده زيات ئې پېژندل شوي او معرفي شوي دي.
هغه د کډوالو د نفوسو د مديريت پر اړتيا ټينګار وکړ او زياته ئې کړه: د پلان له مخې، په لومړي ګام کې د کابو دوه ميليونه غيرقانوني وګړو ستنېدل، چې پرته له قانوني اسنادو ایران ته راغلي، په کاري پلان کې دي. اوس مهال په ايران کې له شپږ ميليونو زيات افغان ښاریز شته او دا طبيعي ده چې ددومره نفوسو مديريت ملي او نړيوالو ملګرتیاؤ ته اړتيا لري.
اسکندر مومني يادونه وکړه: د کورنيو چارو وزارت پلان دا دی چې د غيرقانوني وګړو ستنېدل د انساني کرامت او د ګاونډيانو د عزت د ساتلو په پام کې نيولو سره ترسره شي. مونږ پر دې موضوع ملي او انساني نظر لرو او په همدې موخه دبهرنیو وګړو د چارو د مرکز مشر هم په دې سفر کې شتون لري څو په دې اړه لازمې ارزونې وشي.
د ایران د کورنيو چارو وزير د ملي او ولايتي ادارو رول ته هم اشاره وکړه او وې ويل: نن ماښام په مشهد کې غونډه د ملي ادارو د استازو په شتون ترسره کېږي او د کورنيو چارو وزارت ترڅنګ نورې اړوندې ادارې به هم د ملاتړ، امکاناتو د برابرولو او مصوبو د پلي کولو لپاره برخه واخلي.
هغه زياته کړه: د سرحدونو مديريت يوازې د ملي امکاناتو د بسیج او د ټولو ادارو د همغږۍ له لارې ممکن دی. مونږ په دې لاره کې د نورو هېوادونو تجربو ته هم پام کوو، ځکه چې د کډوالۍ او بهرنيو وګړو د تګ راتګ موضوع يوازې د ايران پورې محدوده نه ده او ټول هېوادونه له دې موضوع سره مخ دي.
مومني ټينګار وکړ: د دغه سفر يو له موخو څخه د زائرينو د وضعيت ميداني ارزونې او د هغوي د امنيت او د سفر د شرايطو د اسانتيا برابرول دي. د ایران د کورنيو چارو وزارت د زائرينو لپاره د ارزانه او اسانه سفر د امکاناتو د برابرولو پروګرامونه لري څو د هغوی لپاره بريالي او امن زيارتي تجروبه رامنځته شي.
هغه يادونه وکړه: طبيعي ده چې ټول ايرانيان او مسئولې ادارې به په دې لاره کې برخه واخلي او مونږ هيله لرو چې د ملي ملګرتیاؤ په مرسته، د بهرنیو وګړو د مديريت او د زائرينو د امنيت او خدماتو د برابرولو په برخې کې مطلوبو پايلو ته ورسېږو.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/05/27/3378358/